ټام وېسټ له حامد کرزي سره د نجو پر زده کړو خبرې کړې

ټام وېسټ له حامد کرزي سره د نجو پر زده کړو خبرې کړې
دواړو لورو داسې مهال د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی چې د افغانستان نوی حکومت وایي، د ځینو شرایطو له امله د ښوونځیو پرانیستل کېدل ځنډول شوي او همدا چې شرایط برابر شي نجونې ښوونځیو ته تللی شي.
(2022 / 4 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د نجونو پر زده کړو خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په ټلیفوني مکالمه کې ټینګار کړی چې باید په افغانستان کې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
همدا راز په دې مکالمه کې د ښوونځیو د پرانیستل کېدو او نجونو د زده کړو پر ارزښت هم خبرې شوې دي. دواړو لورو ټینګار کړی چې د ښوونځیو د ژر پرانیستل کېدو اړتیا ده، ځکه دا د افغانستان د راتلونکې لپاره مهم اقدام دی.
اړوند موضوعات:
اروپايي ټولنې د ا.ا.ا باندې غږ کړی چې د نجونو زده کړې پۀ اړه پرېکړه بېرته واخلي
دواړو لورو داسې مهال د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی چې د افغانستان نوی حکومت وایي، د ځینو شرایطو له امله د ښوونځیو پرانیستل کېدل ځنډول شوي او همدا چې شرایط برابر شي نجونې ښوونځیو ته تللی شي.






