ایران ویلي چې افغانستان د ایران حقابې ته ژمن دی

ایران ویلي چې افغانستان د ایران حقابې ته ژمن دی
په ورته مهال د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به د همکارۍ او باور په فضا کې له دوست ګاونډي ایران سره په ۱۹۷۳ کال کې لاسلیک شوی تړون په بشپړه توګه عملي کړي.
(2022 / 4 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته هوکړې له مخې طالبان د ایران د اوبو حقونو ته ژمن دي.
د تهران نیوز د راپور له مخې، حسن کاظمي قومي تېره اوونۍ په چین کې د افغانستان په اړه جوړه شوې غونډه کې له طالبانو سره لیدلي دي.
ښاغلي قومي زیاته کړې، چې افغان پلاوی کابل ته له راستنېدو وروسته د ایران د اوبو پر حق ټینګار کړی او په خبره یې طالبانو ورته ډاډ ورکړی چې دوی د ایران حقابې ته ژمن دي.
د هغه په باور په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د سرحدي پولو پر امنیت، سیاسي ثبات او دغه راز پر امنیتي مسایلو هم خبرې اترې شوې دي.
تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې دوی له ایران سره شته هوکړې ته ژمن دي او د افغانستان د وچکالۍ له هواري وروسته به هېواد د هلمند له سیند اوبه ترلاسه کوي.
اړوند موضوعات:
ایرانیو رسنیو خبر ورکړی چې طالبانو ایران سره د هلمند سیند حقابه منلې ده
په ورته مهال د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی به د همکارۍ او باور په فضا کې له دوست ګاونډي ایران سره په ۱۹۷۳ کال کې لاسلیک شوی تړون په بشپړه توګه عملي کړي.




