په اوکراین کې د روسیې له بشر ضد جنایتونو پردې پورته کېږي

په اوکراین کې د روسیې له بشر ضد جنایتونو پردې پورته کېږي
اوکراین وایي روسانو قصدا د عامو خلکو کورونه او عامه تاسیسات په نښه کړي او پراخ لوټ یې ترسره کړی دی. روسیه بیا وایي ملګري ملتونه دې ددغه ادعاوو د ثابتولو لپاره یو پلاوی وټاکي.
(2022 / 4 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
تازه رسنيو او د اوکراین حکومتي ځواکونو د کېف په شاوخوا کې لوی قبرونه کشف کړي چې په هغه کې روسي ځواکونو لسګونه ملکي وګړي خښ کړي او په بېرحمانه توګه یې وژلي دي.
اوکراین وایي روسانو قصدا د عامو خلکو کورونه او عامه تاسیسات په نښه کړي او پراخ لوټ یې ترسره کړی دی. روسیه بیا وایي ملګري ملتونه دې ددغه ادعاوو د ثابتولو لپاره یو پلاوی وټاکي.
بلخوا آلمان بیا له اروپايي ټولنې غوښتي چې د روسیې ددغه کار په مقابل کې له دوی د ګازو او تېلو واردات صفر ته راښکته کړي. المان د روسیې دغه چاره جنایت بللی دی.
بلخوا برېټانیا وایي روسیه دمګړی غواړي ماريپول ښار ونیسي څو له دې ځایه له کریمیې سره چې مخکې یې نیولې وه په مستقیمه توګه وصل شي.






