هند او ترکمنستان د ټاپي پروژې د امنیت پۀ اړه خبرې کړې دي
هند او ترکمنستان د ټاپي پروژې د امنیت پۀ اړه خبرې کړې دي
د یادونې ده چې د اسیا پراختیايي بانک څه موده وړاندې د دې پروژې د تمویل چارې ودرولې. دغه بانک ویلي، دا چارې یې ځکه درولي، چې لا هم په کابل کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو لهخوا په رسمیت نهدي پېژندل شوی.
(2022 / 4 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هند ولسمشر رام نات کووېند خپل ترکمنستاني سیال سردار بردي محمدوف سره لیدلي او د ټاپي پروژې امنیت او ارزښت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلی کووېند د اوونۍ په سر کې ترکمنستان ته تللی و او هلتهیې په دوه اړخیزو مسایلو سربېره د افغانستان په روان وضعیت هم له خپل سیال سره خبرې کړې دي.
دواړو ولسمشرانو په افغانستان کې ثبات د ټاپي پروژې لپاره ارزښتمن بللی او په دې برخه کې یې د ګډې همکارۍ ژمنه کړې ده.
په دې لیدنه کې ښاغلي کوویند وړاندیز کړی چې د ټاپي پروژې د امنیت نیولو اړوند مسایل دې د دواړو هېوادونو تخنیکي ډلې تر بحث لاندې ونیسي.
په ورته مهال په ترکمنستان کې د هند سفیر ویندو پانیر وایي، چې هند او ترکمنستان ګډې ګټې په افغانستان کې دي، له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي ډېره مهمه ده.
زیاتوي، دواړو ولسمشرانو په افغانستان کې په ځانګړې توګه د امنیت په برخه کې پر همکارۍ هوکړه کړې ده ځکه ټاپي پایپلاین او نور ټول مسایل په دې برخې پورې تړلي دي.
د یادونې ده چې د اسیا پراختیايي بانک څه موده وړاندې د دې پروژې د تمویل چارې ودرولې. دغه بانک ویلي، دا چارې یې ځکه درولي، چې لا هم په کابل کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو لهخوا په رسمیت نهدي پېژندل شوی.
اخوا بیا طالبانو هم څه وخت وړاندې د ټاپي پروژې امنیتي پلان له ترکمني چارواکو سره شریک کړی و او د عملي چارو د ژر پیلیدو غوښتنه یې کړې وه.