عمران خان د بهرني سازش ثبوتونو داخلي ادارو ته نه دي ورکړي: حامدمیر

باغي ټي وي رپورټ
د جيو نيوز سينئر اينکر پرسن حامد مير وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان د حکومت بدلولو لپاره د بهرني هیواد سازش ثبوتونه داخلې تحقيقاتي ادارو ته نه دي ورکړي.
وزيراعظم عمران خان د مارچ په ٢٧مه په اسلام اباد کې د يوې غونډې په مهال د يو خط په ښکاره کولو سره اوويل چې د پاکستان په ضد بهرنۍ دسيسې روانې دي او د بهرنۍ فنډنګ په ذريعه د حکومت د بدلولو هڅه کېږي.
وزيراعظم عمران خان د قامي سلامتيا کميټۍ ته هم د خط په اړه بريفنګ ورکړو چې وروسته يو ګډ بيان هم جاري کړے شو۔
حامد مير وويل، چې لومړي وزير د ملي امنيت کمېټې ته د نړيوال سازش په اړه ويلي وو.هغه وویل چې لومړي وزیر ویلي چې دا د ملي امنیت مسله ده او باید وڅیړل شي.ادارو تر پلټنو وروسته لومړي وزیر ته وویل چې دوی د سازش هیڅ ثبوت نه دی موندلی.






