الجزیره: افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل د وجود غړي او ماشومان پلوري

الجزیره: افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل د وجود غړي او ماشومان پلوري
الجزیره وايي عام افغانان په ساعتونو ساعتونو د خیریه موسسو دروازو او یا د شتمنو د کورونو مخې ته ناست وي څو یوه مړۍ ډوډۍ راپيدا کړي او د ډېری کورنیو خوراک په دې شپو ورځو کې وچه ډوډۍ او سړې اوبه دي.
( 2022 / 4 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپلو ماشومانو او بدن د غړو خرڅولو ته اړ شوي دي. الجزیرې انګلیسي په یوه راپور کې ویلي چې شاوخوا ۹۵ سلنه افغانان له بېوزلۍ او د خوړو له کمښت سره مخ دي.
دغه خبري رسنۍ ویلي چې د افغانستان په ډېری لرو پرتو سیمو کې خلک اړ شوي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل ماشومان په تېره لورګانې وپلوري او یا یې هم د خپل وجود د غړو پلور ته مخه کړې ده.
الجزیره وايي عام افغانان په ساعتونو ساعتونو د خیریه موسسو دروازو او یا د شتمنو د کورونو مخې ته ناست وي څو یوه مړۍ ډوډۍ راپيدا کړي او د ډېری کورنیو خوراک په دې شپو ورځو کې وچه ډوډۍ او سړې اوبه دي.
په راپور کې د خیریه موسسو او بنسټونو له مشرانو سره مرکې شوې دي، چې دوی پر نړیوالو د افغانانو د لاسنیوي غږ کړی دی.






