ملګرو ملتونو یو ځل بیا ویلي چې افغانستان د نړۍ پاملرنې ته اړتیا لري

0
52

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې غذايي خوندیتوب مخ په کمېدو دی او هره ورځ د هغو کسانو شمېره صفر ته راښکته کېږي چې بشپړو خوړو ته لاسرسی لري. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانانو لاسنیوی وکړي او په دې سخت بشري ناورین کې خپلې مرستې ډېرې کړي.

(2022 / 4 / 4   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو پر وېبسایټ په خپاره شوي راپور کې راغلي چې دوی له افغانستان سره د لا ډېرو بشردوستانه مرستو په لټه کې دي، خو په نړۍ کې ځینو نورو پېښو له دغه هېواد تمرکز لرې کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې غذايي خوندیتوب مخ په کمېدو دی او هره ورځ د هغو کسانو شمېره صفر ته راښکته کېږي چې بشپړو خوړو ته لاسرسی لري. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانانو لاسنیوی وکړي او په دې سخت بشري ناورین کې خپلې مرستې ډېرې کړي.

دوی له نړۍ غوښتنه کړې چې افغانانو ته پاملرنه وکړي، ځکه اوږدو جګړو یې پر ژوند مستقیم اغېز کړی او بېوزلي یې خپره کړې ده.

Leave a reply