بغلان کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

د بغلان د ترافیکو مدیر قاري محمد نذیر عابدي وايي چې یو سراچه ډوله موټر د بغلان د بنو ولسوالۍ په لور روان ؤ چې د دې ولسوالۍ د خوشدرې کلي اړوندو کې له واټ څخه وتلی او د انداراب سیند ته لوېدلی دی.
(2022 / 4 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بغلان په بنو ولسوالۍ کې تېره ورځ د یو سراچه ډوله موټر د چپه کيدو له کبله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بغلان د ترافیکو مدیر قاري محمد نذیر عابدي وايي چې یو سراچه ډوله موټر د بغلان د بنو ولسوالۍ په لور روان ؤ چې د دې ولسوالۍ د خوشدرې کلي اړوندو کې له واټ څخه وتلی او د انداراب سیند ته لوېدلی دی.
د هغه په خبره چې د پېښې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي. ټپيان د خنجان ولسوالۍ روغتيايي کلينيک ته لېږدول شوي چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ بلل شوی.