عمران خان د مهم امریکایی نامه واخسته

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان نګران وزیراعظم عمران خان د یو امریکايي چارواکي نوم اخستې دې چې پاکستان ته یې ګواښ کړی دی.
بني ګاله کې د پي ټي ائي د سياسي کميټۍ په غونډه کې عمران خان وويل په دغه ليدنه کې چې د پاکستان سفير او د امريکې د استازي ډونلډ لو ترمنځ شوې وه، نوټس اخيستونکي د ملاقات دواړو غاړو ته ناست وو.
د جیو رپورټ مطابق، ډونالډ لو د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دی او د پاکستان له سفیر سره یې لیدنه کړې وه.
ډونلډ لو یو امریکايي چارواکی چې پاکستان ته یې ګواښونه کول، پرون هند ته سفر کړی، چې یوه خبریال ترې وپوښتل، “د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، تاسو د پاکستان سفیر ته پیغام استولی دی، که داسې وشي نو پاکستان به له ستونزو سره مخ شي.” هغه وپوښتل چې ایا تاسو پاکستان ته دا پیغام استولی وو چې که عمران خان پاتې شي نو پاکستان به له ستونزو سره مخ شي؟
په ځواب کې امريکايي چارواکي ډونلډ لو د پاکستان تورونه رد نه کړل خو په ځواب کې يې وويل چې د پاکستان روان حالات له نزدې څاري او د پاکستان د اساسي قانون او قانوني پروسې ملاتړ او درناوی کوي.






