سپیکر نه شی کولې د ناباورې تحریک رد کړي: سپریم کورټ بار ایسوسي ایشن

باغی ټي وي رپورټ
سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن د آئيني بحران په اړه سپريم کورټ کښې درخواست جمع کړے دے۔
د سپریم کورټ بارټ لخوا دائر شوي آئیني درخواست کې ویل شوي چې د عدم اعتماد رایې ته اړتیا وه او سپیکر نشي کولی هغه په رول کولو سره لرې کړي او رد ی کړي.
درخواست کښې وئيلي شوي دي چې د سپيکر حکم د آرټيکل 95(2) سره په تضاد کښې دے، د آرټيکل 58(1) لاندې که په وزيراعظم باندې د عدم اعتماد رايه وي نو هغه د اسمبلۍ ماتولو مشوره هم نه شي ورکولې۔
ياده دې وي چې پرون په ۱۱: ۳۰ بجې د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد په تحريک باندې ووټ اچول کېدل خو د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر قاسم سوري دغه تحريک غير آئيني اوبلل چې وروستو وزيراعظم قوم ته په خپله وينا کې اوویل چې قوم باید ټاکنو ته چمتو شي.
د عمران خان له وینا وروسته ولسمشر عارف علوي قومي اسمبلۍ ماته کړه خو اپوزیشن دغه ټوله پروسه غیر آئيني وبلله او د اسمبلۍ دننه یې احتجاج هم وکړو.
سپريم کورټ د قومي اسمبلۍ د کارروائې په اړه هم ازخود نوټس اخستې دې په کومه به چې نن د ګل په ورځ یوه بجه اوريدنه کيږي۔




