لندن کې د نواز شریف په دفتر برید شوې

باغی ټي وي رپورټ
په لندن کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف پر دفتر د څو کسانو له خوا برید شوې دې.
دسرچينو له مخې د نوازشريف په دفتر د بريد کوونکو شمير له ١٥ څخه تر ٢٠ پورې وو چې زياترو يې په مخ ماسکونه اغوستي وو.
سرچينې وائي دمسلم ليگ(ن) دکارکوونکو اؤ بريد کوونکو ترمينځ نزدې يو ساعت نخښته وشوه چې پکې درې کسان ژوبل شوي دي.
د لندن پولیسو څلور کسان نیولي دي، په نیول شوو کسانو کې دوه د ن لیګ کارکونکي او دوه برید کونکي دي .
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د نواز شريف له امنيتي ساتونکو سره د څو کسان له د بدو خبرو اترو او بدسلوک کولو پیښه شوې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *