د پاکستان سترې محکمې پوښتنې را اوچتې کړي

0
129

باغی ټي وي رپورټ
سپريم کورټ دا پوښتنه راپورته کړه چې سپيکر څنګه د پلټنو نتيجې ترلاسه کولو پرته د آرټيکل 5 لاندې رولنګ ورکولې شي؟ د بې اعتمادې تحریک ردولو وروستو د پاکستان سترې محکمې چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې د وزيراعظم، صدر او ډپټي سپيکر لخوا پورته شوي ګامونه به د عدالت د فېصلې تابع وي او عدالت به د ډپټي سپيکر د ګامونو بيا کتنه کوي.

په عدالت کې د پنجاب د وزيراعلي د انتخاب په مسله هم بحث وشو چې په اړه يې چيف جسټس وويل چې د اسمبلۍ د غړو احتجاج ثبت شوی دی.

جسټس محمد علي مظهر پوښتنه وکړه چې د پنجاب اسمبلۍ غونډه ولې وځنډول شوه؟اعظم نذیر تارڑ وویل چې د پنجاب اسمبلۍ غونډه د امن او امان د خراب صورتحال له امله وځنډول شوه.

Leave a reply