سپریم کورټ د سیاسي ګوندونو لپاره یو مهم اعلان خپور کړې

0
234

باغی ټي وي رپورټ
د پخواني پي ټي آیی حکومت ډپټي سپیکر د عدم اعتماد ردولو پریکړې په اړه د د پاکستان سترې محکمې د سوموټو ایکشن د اورېدنې په مهال سترې محکمې رياستي چارواکو ته د آئين څخه پرته ګام پورته کولو څخه منع کړل او ويې ويل چې سياسي ګوندونو دې په امن اوسي او د آئين پرته ګام دې نه اخستل کيږي.

عدالت په ملک کې دامن او نظم ساتلو دپاره د پورته کړل شوؤ ګامونو په اړه ددفاع سيکرټري ته نوټس جاري کړى اؤ چيف جسټس وويل دا درمضان شريف دى اؤ هغه نۀ غواړي چې اوريدنه وځنډول شي.

چيف جسټس وويل کومه حکومتي اداره به غير آئيني عمل نۀ کوي اؤ نۀ ټول سياسي ګوندونه اؤ حکومتي ادارې ددغه صورتحال څخه گټه اخلي.

جسټس عمر عطا بندیال امر کړی چې د امن او امان حالت ټینګ وساتل شي ، د عدالت په حکم کې زیاته شوې چې دا د نن ورځې د عدالت حکم دی.

Leave a reply