د پاکستان اولس مشر د عمران خان په اړه یوه مهمه پریکړه کړې

0
120

باغي ټي وي رپورټ
د عمران خان پر ضد د بې اعتمادۍ په اړه پرون رایی اچونه وه خو د قامي اسمبلۍ ډپټي سپیکر دا تحریک غیر آئيني بللی او پرون ی رد کړلو.

د قرارداد له ردېدو وروسته عمران خان قوم ته په خپله وینا کې د پاکستان له ولسمشره وغوښتل چې ملي اسمبلۍ دې ماتې کړي، چې وروسته ولسمشر عارف علوي د قامي اسمبلۍ د ماتولو اعلان وکړو.

وروستو دکابينې ډويژن يو نوټيفيکيشن جاري کړى ؤ چې پکې وئيل شوي وؤ چې عمران خان نيازي داساسي قانون د٥٨ (١) مادې لاندې قومي اسمبلۍ منحل کولو وروستو نور وزيراعظم نۀ دې پاتې شوې خو وس صدر پاکستان یو بل مهمه پریکړه او اعلان کړې دې.

خو اوس د پاکستان د ولسمشر له ټویټر اکاونټ څخه یو بیان خپور شوی چې له مخې به یې عمران احمد خان نیازی د نګران وزیراعظم تر ټاکلو پورې د وزیراعظم په څوکۍ پاتې شي.
د پاکستان د ولسمشر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اساسي قانون د ۲۲۴ اې (۴) مادې له مخې به عمران خان د سرپرست وزیر تر راتګ پورې د لومړي وزیر په توګه خپل مسوولیتونه سرته رسوي.
له دې وړاندې د پي ټي ائي مشر شهباز ګل په يو بيان کې وئيلي وؤ چې عمران خان به د اساسي قانون د ۲۲۴ اې ۴ مادې لاندې خپل ذمه وارۍ د نګران وزيراعظم تر راتلو پورې ترسره کوي.

Leave a reply