امریکا ویلي چې افغانستان بشري مرستو ته دوام ورکوو

امریکا د تېرې پنجشنبې په ورځ له افغانستان سره د مرستو په نړیوال کنفرانس کې د ۲۰۰ ميليونو ډالرو اضافي مرستې اعلان وکړ. په ياده مجازي نړیواله غونډه کې مرسته کوونکو هېوادونو له افغانستان سره د ۲.۴ ميلياردو ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
(2022 / 4 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیر يان مککري ويلي چې هيواد يې لا هم له افغانانو سره بشري مرستو ته ژمن دی.
یان په یوه ټویټ کې ليکلي چې د دې تر څنګ د امريکا متحد ایالتونه د افغانستان د ا.ا له مشرتابه څخه په کلکه غواړي چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.