د پاکستان اولس مشر اسمبلي ماته کړه

0
135

باغی ټي وي رپورټ
ولسمشر ډاکټر عارف علوي د وزیراعظم عمران خان په وړاندیز قومي اسمبلي ماته کړې ده.
د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيکر قاسم سوري د وزيراعظم خلاف د عدم اعتماد تحريک غير آئيني بللې دې او اولس مشر دې پریکړې څخه وړاندې ی د وزیراعظم په ضد د ناباورې تحریک مسترد کړې وو.
د بې اعتمادۍ د تحريک تر ردېدو وروسته قوم ته په لنډه وينا کې عمران خان ټولو ته مبارکي وويله او ويې ويل چې ولسمشر ته يې د ملي اسمبلۍ د ماتولو وړانديز لېږلی او ولس دې راتلونکو ټاکنو ته چمتووالی ونيسي.
اوس ولسمشر د لومړي وزیر عمران خان وړاندیز تصویب کړی او قومي اسمبلۍ یې منحل کړې ده.په دې لړ کې د وزيراعظم عمران خان خاص مرستيال شهباز ګل په سوشل ميډيا په يو ټويټ کې ويلي چې اسمبلۍ ماتې شوې ده.
شهباز ګل وويل چې اوس به ټولټاکنې د اليکټرانک ووټنګ مشين په ذريعه کيږي او په بهر کې مېشت پاکستانيان به هم خپله ووټ اچولى شي ځکه چې قومي اسمبلۍ دغه قانون پاس کړى دى.

Leave a reply