پیښور کې د کالعدم تنظیم کسان نیول شوي

فایل فوټو
باغی ټي وي رپورټ
د تفصيلاتو ترمخه د پيښور د ترهه ګرۍ په ضد د مبارزې ځانګړي ډپارټمنټ د خفيه اطلاع په بنياد د کالعدم تنظيم حزب التحرير دوه ترهګر نيولي دي۔ بختیار احمد د فضل الرحمن زوی د حاجي خیل تحصیل بالا اوسیدونکی ، جنید خان د جاوید احمد زوی د محله بار کندې تحصیل بالاکو اوسېدونکی د بورډ بازار کانال ته څېرمه په داسې حال کې ونیول شو چې د حزب التحریر تنظیم لپاره یې چنده راټولوله او په عامو خلکو یې په تنظیم کې د شاملیدو لپاره پمفلټونه ویشل، یو د بسپنې بکس، دوه ډبل بیرل. یو میل تومانچه، ۱۰ بورۍ د ۱۰ مرمیو مهمات او ۱۶ میله تمانچه هم ترې ترلاسه شوې ده.




