افغانستان کې د شري ناروغي مخ پۀ پراخېدو ده 

0
98

افغانستان کې د شري ناروغي مخ پۀ پراخېدو ده 

د روغتيا سکتور کارپوهان وايي چې د کورنيو ناوړه اقتصادي وضعيت د معافيت سيستم کمزوری کړی چې له کبله يې د شري په څېر د وژونکو ناروغيو لېږد هم ډير شوی دی. روغتياپالانو ويلي چې پر شري د ماشومانو د اخته کيدو دومره زوروره څپه له ډېرې مودې راهيسې نه وه ليدل شوې.

(2022 / 4 / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د شري پر ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر په بې ساري ډول لوړ شوی دی.

د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ روان میلادي کال لږ تر لږه ۴۳ زره ماشومان په شري اخته شوي چې له ډلې یې ۲۱۴ هغه مړه شوي هم دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، په مړو شويو ماشومانو کې ۹۷ سلنه له پنځو کلونو د لږ عمر خاوندان وو. که څه هم د تېرې مارچ په نيمايي کې په ټول هيواد کې د شري ناروغۍ د واکسينو کمپاين ترسره شو، خو ويل کېږي چې ياد کمپاين يوازې ۱.۲ ميليونه ماشومان تر پوښښ لاندې راوستي دي.

Leave a reply