د مسلم لیګ ګوند یوې مشرې د هغو وکیلانو نوملړ خپور کړی چې د پاکستان لومړي وزیر خلاف رايې استعمالوي 

0
77

د مسلم لیګ ګوند یوې مشرې د هغو وکیلانو نوملړ خپور کړی چې د پاکستان لومړي وزیر خلاف رايې استعمالوي 

بلخوا د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېسیون مشر شهباز شریف د پارلماني ګوندونو ګډه غونډه وربللې ده. د یادونې ده، چې د تحریک د کامیابۍ په صورت کې شریف د اپوزيسیون له لوري د لومړي وزارت لپاره شریک کاندید بلل کېږي.

 

(2022 / 4 / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند یوې مشرې مریم اورنګزېب پر خپله ټویټر پاڼه د پارلمان هغو ۱۷۴ غړو نوملړ خپور کړی چې په وینا یې د لومړي وزیر خلاف به پارلمان کې د بې باورۍ رایې ورکړي او اوسمهال د پارلمان ودانۍ ته رسېدلي دي.

د یادونې ده چې د پاکستاني قانون له مخې که د پارلمان ۱۷۲ غړي د لومړي وزیر پر ضد د بې باورۍ رایې ورکړي، لومړی وزیر له دندې ګوښه کېږي او ورسره یې د کابینې د غړو او سلاکارانو دنده هم ختمېږي.

بلخوا د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېسیون مشر شهباز شریف د پارلماني ګوندونو ګډه غونډه وربللې ده. د یادونې ده، چې د تحریک د کامیابۍ په صورت کې شریف د اپوزيسیون له لوري د لومړي وزارت لپاره شریک کاندید بلل کېږي.

شهباز شریف د مخکیني لومړي وزیر نواز شریف ورور دی چې د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت کې یې د پنجاب ایالت اعلی وزیر په توګه دنده درلوده.

Leave a reply