وزیراعظم عمران خان اولس مشر ته د پارلیمان د ماتولو لارښوونه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
لومړي وزیر عمران خان ویلي ولسمشر ته یې د اسمبلۍ د ماتولو وړاندیز کړی دی.
وزيراعظم عمران خان قوم ته په وینا کښې د عدم اعتماد تحريک مسترديدو له وجې ټول پاکستاني قوم ته مبارکي ورکړې ده۔وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې قوم به دا ډول سازش کامياب نه کړي، د سپيکر په خپل اختيار او آئيني طاقت د فيصلې نه پس ما صدر ته د اسمبلۍ د منحلولو وړانديز ليږلې دې۔هغه وويل، چې په جموري ټولنه کې ولس ته ولاړ شئ، ټاکنې وکړئ او اولس پرېږدئ چې اولس څوک وغواړي او چاته رای ورکوي.
خان اوویل چې بهرنۍ سازش، رشوت خوره کسان دې د پيسو په ورکولو سره د قوم پرېکړه نه کوي.وزيراعظم وويل چې د عدم اعتماد په رای کې په کروړونو روپۍ رشو ت ورکړې شوې دې او دا پيسې يې ضايع کړې دي.