د اوکراین ولسمشر ویلي چې د روسیې پر وړاندې مقاومت مو پیاوړی شوی 

0
156

د اوکراین ولسمشر ویلي چې د روسیې پر وړاندې مقاومت مو پیاوړی شوی 

دمګړی روسي ځواکونو د اوکراین په شمال کې پر دوو سیمو تمرکز کړی دی او هڅه کوي هلته تصفیوي عملیاتو ته ادامه ورکړي. بلخوا اوکراین ته د روسیې او امریکا تازه وسلې او مرستې هم رسېدلې دي چې ښايي روسي ځواکونو ته خطرناکې تمام شي.

 

(2022 / 3 / 3   نېڼه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراین ولسمشر یو ځل بیا د روسیې پر وړاندې پر مقاومت ټینګار کړی دی.

  ویلادیمیر زلنسکي وایي دوی تر دې دمه د روسیې پر وړاندې بریالي دي او په خبره یې د کیف شاوخوا سیمې یې بېرته له روسي ځواکونو نیولې دي.

  دمګړی روسي ځواکونو د اوکراین په شمال کې پر دوو سیمو تمرکز کړی دی او هڅه کوي هلته تصفیوي عملیاتو ته ادامه ورکړي. بلخوا اوکراین ته د روسیې او امریکا تازه وسلې او مرستې هم رسېدلې دي چې ښايي روسي ځواکونو ته خطرناکې تمام شي.

اوکراین وایي دوی به خپل مقاومت ته ادامه ورکوي او پر اوکرایني ځواکونو یې غږ وکړ چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.

Leave a reply