قمر باجوه: افغانستان کې ثبات د افغانستان پۀ ګټه دی 

0
169

قمر باجوه: افغانستان کې ثبات د افغانستان پۀ ګټه دی 

باجوه زیاته کړې چې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو نارامیو پر پاکستان مستقیم اغېز کړی دی، نو له همدې امله اوس پاکستانی حکومت ددې غوښتونکی دی چې افغانستان ته دایمي ثبات راشي.

 

(2022 / 4 / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستان وايي د افغانستان ثبات د دوی په ګټه دی. د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي دوی هڅه کوي په ټوله لودیځه اسیا کې سوله او ثبات تامین شي.

د دۀ په خبره په افغانستان کې د ثبات له راتګ سره مرسته کوي او په خبره یې ددغه هېواد ثبات او امنیت د ټولې سیمې له ثبات سره مرسته کوي.

باجوه زیاته کړې چې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو نارامیو پر پاکستان مستقیم اغېز کړی دی، نو له همدې امله اوس پاکستانی حکومت ددې غوښتونکی دی چې افغانستان ته دایمي ثبات راشي.

هغه دلته پر روان اقتصادي او بشري وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالو یې د مرستو او همکاریو غوښتنه کړې ده.

Leave a reply