په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ډېر شوی دی
همدا راز له ایراني وګړو غوښتل شوي چې د افغان کډوالو ځایونه ور وښيي. د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال هم ویلي چې دوی هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ایران وباسي او تر څنګ یې پر پوله تدابیر ډېر کړي او د زرګونه افغان کډوالو د ورتګ مخنیوی هم کوي.
(2022 / 4 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د رسنیو د راپورونو له مخې په ایران کې د ځينو ښارونو مسوولینو ایراني وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانانو ته د کار له ورکولو او دوی ته د ځای ځایګي له تیارولو ډډه وکړي.
ایراني حکومت خبرداری ورکړی، چې که ایراني وګړو افغانانو ته کار یا کور ورکړی و، نو د حکومت له لوري به تعقیب او مجازات شي.
همدا راز له ایراني وګړو غوښتل شوي چې د افغان کډوالو ځایونه ور وښيي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال هم ویلي چې دوی هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ایران وباسي او تر څنګ یې پر پوله تدابیر ډېر کړي او د زرګونه افغان کډوالو د ورتګ مخنیوی هم کوي.










Leave a Reply