د پنجاب ګورنر د چا په غوښتنه د څوکۍ لرې کړې شو؟

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب والي (ګورنر) چوهدري محمد سرور د خپلې څوکې څخه لرې کړې شوې دې.
حکومتي سرچينو ويلي چې چوهدري سرور د پنجاب د وزيراعلي په ټاکنو کې د مسلم ليګ (ن) د مشر حمزه شهباز لپاره کمپاين کاوه او د وزيراعلی په څوکۍ يې د پرويز الهي مخالفت کاوه.

دسرچينو ترمخه چوهدري پرويز االهي وزيراعظم عمران خان ته ټيليفون کړى اؤ شکايت يې کړى وو، بیا وزيراعظم دپيښې نوټس اخستى اؤ صدر ته يې دپنجاب گورنر لرې کولو مشوره ورکړې ده.