د پاکستان سترې محکمې د نړیوال سازش په اړه کمیشن جوړولو درخواست واپس کړې دې

0
147

باغی ټي وي رپورټ
د سترې محکمې رجسټرار د حکومت د نسکورولو لپاره د ادعا شوې نړیوال سازش په اړه د څیړنې لپاره د کمیشن د جوړولو په غوښتنه اعتراض وکړو او واپس ی کړو.

د رجسټرار دفتر د کمېشن جوړولو په غوښتنه شپږ اعتراضونه پورته کړي دي.د رجسټرار دفتر ویلي چې درخواست کې د مفروضو پر بنسټ متضاد درخواستونه شامل دي، د اساسي قانون د 69مې مادې لاندې د پارلماني کارروایۍ نن نه شي چیلنج کولی، درخواست کوونکي له مخکې نه موجود کوم مناسب فورم ته رجوع نه ده کړې.
د رجسټرار دفتر ترمخه دا نوټس د قانون مطابق نه وو او نه هم دا وئيل شوي چې درخواست د کوم مقصد لپاره دائر کړے شوے دے۔ياده دي وي چي دا درخواست د نعيم الحسن وکيل لخوا دائر کړے شوے وو۔

Leave a reply