ترین ډلې مهمه پریکړه کړې ده

0
135

باغی ټي وي رپورټ
د جهانګير خان ترين ډلې په رسمي توګه د پنجاب د وزيراعلي لپاره د متحده اپوزيشن کانديد حمزه شهباز ملاتړ اعلان کړ.
د پنجاب اسمبلۍ غونډې نه وړاندې حمزه شهباز سره په يو خبري کانفرنس کې د جهانګير ترين د ډلې مشر نعمان لنګړيال د وزيراعلي لپاره د متحده اپوزيشن اميدوار حمزه شهباز د ملاتړ اعلان وکړو.
عمان لنګړیال وویل چې له بده مرغه له یو نیم کال راهیسې په حکومت کې د اپوزیشن رول لوبولی دی، د جهانګیر ترین د بې غرضه سیاسي خدمتونو باوجود په ده باندې جعلي مقدمې جوړې شوې چې دا ډیره د افسوس خبره ده.
حمزه شهباز د وزيراعلي لپاره د متحده اپوزيشن اميدوار په ملاتړ کولو د ترين ډلې مننه وکړه او ويې ويل چې تحريک پاکستان د نوي پاکستان په شان زوړ پاکستان هم دفن کړی دی.
ده ووئيل چې د الله په فضل مونږ په قامي اسمبلۍ او پنجاب اسمبلۍ كښې غوڅ اکثريت ترلاسه كړو٬ د پاكستان او پنجاب د پرمختګ لپاره به په ګډه كار كوو۔

Leave a reply