قانوني ماهرینو ټیم وزیراعظم ته مهمه مشوره ورکړې ده

0
133

باغی ټي وي رپورټ
قانوني ډلې وزيراعظم عمران خان ته واضحه کړې ده چې که چرې د عدم اعتماد تحريک کامياب شو نو هغه به دوزيراعظم په عهده پاتې نۀ شي.
جیو نیوز سره خبرو کې مشهور وکیل بیرسټر علي ظفر وویل چې د اساسي قانون د ۹۴مې مادې له مخې د عدم اعتماد د تحریک تر بریا وروسته هم لومړی وزیر په خپله دنده پاتې کېدای شي، هغه ته د اسمبلۍ ماتولو پرته نور د ټولو واکونو اختیار وي.
دسرچينو ترمخه دحکومت لخوا دبې اعتمادۍ تحريک برياليتوب سره سره داساسي قانون د٩٤مې مادې له مخې دعمران خان دوزيراعظم په توگه دپاتې کيدو هڅې روانې دي.
خو قانوني ټیم حکومت ته ویلي چې دا کار د اساسي قانون او مجلس له اصولو سره سم ممکن نه دی.
سرچينې وائي چې قانوني ډلې وئيلي دي چې داسمبلۍ دقوانينو له مخې بايد دوزيراعظم له لرې کولو څخه سمدستي وروستو نوى وزيراعظم وټاکل شي.

Leave a reply