اسلام آباد کې بندیز ولګیدو

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام اباد کې ضلعي انتظاميې په ريډ زون کې په جلسو او جلوسونو بنديز لګولی دی.
ضلعي انتظاميي په ريډ زون کښي د يو نه زيات کسانو په راغونډيدو هم پابندي لګولې ده او په ريډ زون کښي د دفعه 144 نافذولو نوټيفيکيشن جاري کړے شوے دے۔
په اسلام اباد کې د دفعه 144 لاندې په ډبل سوارۍ هم پابندي لګول شوې ده، دا پرېکړه د امن او نظم د خرابېدو له وېرې شوې ده، دفعه 144 به سمدستي نافذيږي او د سرغړونکو په ضد به کارروائي کيږي.
په اسلام آباد کې دفعه ۱۴۴ لګولو باقاعده سرکاري مراسله جاري شوي ده. د یادونې ده چې سبا به د عمران خان په ضد د ناباورې رای اچول کیږي.






