د روغتیا نړۍواله اداره وايي چې لس میلیونه افغانان لۀ روغتیایي خدماتو بې برخې دي

دغه ادارې ویلي دوی د اړمنو کسانو د ژغورنې لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري او په خبره یې افغانانو ته باید دا فرصت برابر کړل شي چې روغتیايي خدماتو له لاسرسی ولري. سرچینه کاږي په دې برخه کې څومره ځنډ راځي، نو لا ډېر افغانان په تېره ښځې او ماشومان له ګواښ سره مخ کېدلی شي.
(2022 / 4 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
شاوخوا لس میلیونه افغانان روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. د روغتیا نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان لس میلیونه وګړي په داسې سیمو کې ژوند کوي چې هلته روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نشته او دوی له دې اړینو خدماتو بې برخې دي.
دغه ادارې ویلي دوی د اړمنو کسانو د ژغورنې لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري او په خبره یې افغانانو ته باید دا فرصت برابر کړل شي چې روغتیايي خدماتو له لاسرسی ولري. سرچینه کاږي په دې برخه کې څومره ځنډ راځي، نو لا ډېر افغانان په تېره ښځې او ماشومان له ګواښ سره مخ کېدلی شي.
د روغتیا نړیوالې ادارې ټینګار کړی چې باید پر وخت عامو خلکو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو هڅه وشي څو خلک له ګواښونو وژغورل شي او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ولري.