هند او ترکمنستان د ټاپي پروژې په اړه خبرې کوي

هند او ترکمنستان د ټاپي پروژې په اړه خبرې کوي
ټاپي په سیمه کې د ګازو د لېږد تر ټولو ستره پروژه ګڼل کېږي چې د ترکمنستان ګاز به د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته رسوي. دا ټاپي پروژې نل لیکه تر افغانستان رسېدلې ده، خو په هېواد کې د ننه یې تر دې دمه چارې نه دي پيل شوې.
(2022 / 4 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هند ولسمشر رام نات کوویند ترکمنستان ته تللی دی او له خپل ترکمنستاني سیال سره به د ګڼو نورو مهمو مسایلو تر څنګ د ټاپي پروژې په اړه خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې د هند ولسمشر دغه سفر د ترکمنستان د ولسمشر سردار بردي محمداف په بلنه ترسره کړی دی.
راپورونه وایي چې د ټولو مسایلو تر څنګ د ټاپي پروژه د بحث تر ټولو مهمه موضوع ده.