ملګري ملتونو د افغانستان لپاره ځانګړی راپورټر ټاکلی

ملګري ملتونو د افغانستان لپاره ځانګړی راپورټر ټاکلی
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په تازه اقدام کې ریچارډ بنت د افغانستان لپاره ځانګړی ګزارشګر یا راپور جوړونکی مقرر کړی چې دلته به د بشري حقونو، ښځینه او نجونو د حقونو په تړاو خپل راپور ملګرو ملتونو ته وړاندې کوي او وضعیت به څاري.
(2022 / 4 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره ځانګړی ګزارشګر ټاکلی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په تازه اقدام کې ریچارډ بنت د افغانستان لپاره ځانګړی ګزارشګر یا راپور جوړونکی مقرر کړی چې دلته به د بشري حقونو، ښځینه او نجونو د حقونو په تړاو خپل راپور ملګرو ملتونو ته وړاندې کوي او وضعیت به څاري.
بنت په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې له دې وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د څار مسوول دی.
په ورته وخت کې د بشري حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د امریکاځانګړې استازي رینا امیري هم د ریچارډ بنت د ټاکل کېدو هرکلی کړی دی او دا یې د ملګرو ملتونو له لوري یو غوره او پر ځای اقدام بللی دی.






