عمران خان د اسمبلۍ څخه په استعفی ورکولو غور کوي

باغی ټي وي رپورټ
ويل شوي دي چې د عدم اعتماد د تحريک د ناکامۍ په صورت کې به وزيراعظم عمران خان د اسمبلۍ نه د استعفا ورکولو لار استعمال کړي چې له امله به يې په نوي حکومت کې کړکېچ رامنځته شي.
دسرچينو ترمخه پي ټي ائي اوس مهال په قومي اسمبلۍ کې 155 غړي لري او د ټولو غړو شمير 342 دى.
دسرچينو ترمخه وزيراعظم په دې تجويز په ډیر ژوره سره غور کوي چې د عدم اعتماد د تحريک د ناکامۍ په صورت کې دې د پي ټي ائي ټول غړي د اسمبلۍ څخه استعفي ورکړي کوم به چې د نوي حکومت لپاره کار کول ستونزمن کړی او په دومره شمیر ضمني ټاکنو ترسره کول به هم ستونزمن کړي.
د جیو رپورټ مطابق ، سرچينې وائي په پنجاب اؤ خيبرپښتونخوا کې به هم دغه شان مشقونه ترسره کيږي ځکه چې وزيراعظم باور لري چې په سمدستي توگه ټولټاکنو ته تلل به دهغه په گټه وي.د خیبر پښتونخوا د بلدیاتی انتخاباتو وروستۍ نتیجې د هغه لپاره هڅوونکې دي او عمران خان هم د انتخاباتي کمپاین لپاره د امریکا ضد څرګندونې کړې دي





