سعودي عربستان او حوثي یاغیانو پر دوه میاشتني اوربند توافق کړی

سعودي عربستان او حوثي یاغیانو پر دوه میاشتني اوربند توافق کړی
نړیوالو ادارو ددې اوربند هرکلی کړی او د بشري مرستو پر رسولو یې ټینګار کړی دی. په وروستیو کې حوثیانو پر سعودي عربستان خپل بریدونه ډېر کړي وو، چې په دې لړ کې یې ددغه هېواد ګڼ هوايي ډګرونه او د تېلو ستر چاڼځایونه په نښه کړل او مالي زیانونه یې واړول.
(2022 / 4 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
حوثي یاغیانو او سعودي عربستان دوه میاشتنی اوربند کړی دی. د راپورونو له مخې سعودي عربستان او یمن هوکړه کړې چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به پر یو بل بریدونه نه کوي او اوربند به مراعاتوي.
تر دې وړاندې یمن ویلي وو، چې د سعودي عربستان ځواکونه او تاسیسات به د درېیو ورځو لپاره نه په نښه کوي، له هغه وروسته دواړو لورو توافق کړی چې دوه میاشتې به پر یو بل بریدونه نه کوي.