د ملک ساتنه یوه پاکه ذمه واري ده، په دې به هیچا سره کوم جوړجاړۍ و نکړې شي: زرتاج ګل

0
194

باغی ټي وي رپورټ
د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې زرتاج ګل وئيلي دي چې د ملک د خودمختارۍ او ارضي سالمۍ دفاع د حکومت مقدسه فريضه ده چې په دې به هيڅ قسمه هيڅ قسمه هيڅ قسمه جوړ جاړۍ چاسره و نه شي.

د تفصيلاتو ترمخه د يو شخصي ټي وي پروګرام سره د خبرو په مهال وزير مملکت زرتاج ګل اوويل چې وفاقي حکومت د موسمي بدلون مسئلې سره د مقابلې لپاره څو اړخيزه منصوبې په موثره توګه عملي کوي۔

وزیرمملک زرتاج ګل اوویل چې د لس میلیارده ونو د کرلو پلان په دې برخه کې لوی ګام دی. هغه وويل، چې د اوبو د ساتنې د ستونزې د هواري لپاره حکومت په هېواد کې د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره د لسو سترو بندونو د جوړولو پلان هم پيل کړى دى.

زرتاج ګل د هېواد سياسي حالاتو ته په اشارې سره په مخالفو مشرانو نيوکه وکړه چې د موجوده حکومت د نسکورولو لپاره د بهرنيو سازشونو برخه ده.
ګل اوويل چې حکومت به هيڅ ډول فشار ونه مني او ټولې پرېکړې به د هېواد په ګټه کې کوي.

Leave a reply