شهباز شریف د ګواښوونکي لیک په اړه پوښتنې را اوچتې کړي

0
82

باغی ټي وي رپورټ
په قومي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر او د مسلم لیګ (ن) صدر شهباز شریف د وزیراعظم عمران خان د ادعا شوي ګواښونکي خط په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.
اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال شهباز شريف وويل داحتساب بيان مړ شوى دى.

ده ووئيل زه ډېر لږ د مفروضو په بنياد خبرې كوم، په مضبوطو دلائلو خبرې كوم، عمران خان اوس دا خبره كوي چې نړيوال سازش دې۔
اپوزيشن ليډر د ادعا شوي ګواښي خط په اړه پوښتنه راپورته کړه چې نن بهرنۍ سازش مخې ته راغلى، هغه پوښتنه کړې چې ولې بیا دې هفتې چپ وو؟ تاسو ولې د OIC لپاره د متحده ایالاتو استازی بللی؟ دا ډرامه چا ته ښکاره کوئ؟ له خدایه ووېرېږئ چا ته دوکه ورکوئ؟ شریف اوویل چې دا ستاسو وروستی دوکه ده چې قام ته ی ورکوې. نوموړي زیاته کړه چې عمران نیازي له امریکا څخه په راستنېدو سره له ټرمپ سره له لیدنې وروسته وویل چې یو بل ورلډ کپ یې راوړی دی، پروېز خټک، اسد عمر او عمران خان د سي پیک خلاف بیانونه ورکړي، د ډرون بریدونو په اړه د عمران نیازي څرګندونې د تاریخ مسخ کولو سره برابرې دي.

Leave a reply