مونږ خو سوګند نه دې پورته کړې چې هروخت به حکومت سره یو: د ایم کیو مشر بیان

باغی ټي وي رپورټ
د ايم کيو ايم پاکستان کنوينر خالد مقبول صديقي وئيلي دي چي حکومت هيڅکله ايم کيو ايم سره د مهم قانون سازي په اړه رابطه نه ده کړي او نه ئي دا ځل بلنه کوي۔
د ايم کيو ايم پاکستان کنوينر خالد مقبول صديقي جيو نيوز سره په خبرو کې اوویل چې کله د ائي ايس ائي د مشر د بدلون په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وويل د خلقو بدلون سره کې په طریقه کار کې بدلي راځي خو دوی دا کار سازش نه بولي.
هغه اوویل چې ایم کیو ایم یو جلا ګوند وو، هغه زیاته کړه چې مونږ قسم نه و خوړلی چې تل به له حکومت سره یوو.هغه اوویل چې د مهاجرو شهادتونه او زندانونه زمونږ همکارانو زغملي دي. بل څوک په دې قربانیو ګټه نه شي پورته کولې.






