اپوزیشن مشرانو کله هم اسټبلشمنټ سره اړیکې نه دي نیولي: رانا ثناالله

باغي ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) سينئر مشر رانا ثناءالله وئيلي دي چې عمران خان به پخپله اسټيبلشمنټ ته د مرستې لپاره تللې وي، اپوزيشن قيادت هيڅکله هم په دې اړه اسټيبلشمنټ سره رابطه نه ده کړې۔

د مسلم ليګ ن مشر رانا ثناء الله جيو نيوز، شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې اوويل چې که عمران خان اپوزيشن سره خبرې نه شې کولې نو کور ته دې لاړ شې ځکه چې په دې نظام کښې که چرې د ایوان مشر او اپوزيشن خبرې نه کوې نو بيا به سسټم نه چلیږي.
ده ووئيل چې پرويز خټك او فروغ نسيم د فیټف په موضوع اپوزيشن سره خبرې كولې، اسټيبلشمنټ اپوزيشن سره خبرې كولې او دغه شان شاه محمود څلور ساعته په دې موضوع خبرې وکړې.

رانا ثناءالله وویل فواد باید لومړی خپل ورور قانع کړي، د قانون وزیر د هغه د نیولو واک نه لري، د کور بهر ولاړ چپړاسي به هغه ته د اوبو یو ګیلاس هم نه وي نیولی. هغه وويل په پنجاب کې اپوزيشن يواځې 10-12 ووټونو ته اړتيا لري، حمزه به په اسانۍ هدف ترلاسه کړي.