د روژې لومړې ورځ،د افغانستان اسلام امارت په هیواد کې د عامي رخصتې اعلان کړې
باغی ټي وي رپورټ
نن په سعودي عربستان کې اولنې روژه ده، په افغانستان کې هم د اسلام امارت اړوند څانګې نن په دویم د اپریل په ټول هیواد کې د لومړې روژې اعلان کړې دي.
د رسنیو رپورټ مطابق د اسلام امارت افغانستان حکومت په افغانستان کې د اپریل په دوهمه د روژې لومړۍ ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له دې اعلان سره سم د روژې لومړۍ ورځ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
د افغانستان سترې محکمې اعلان کړی، چې په هېواد کې د سپوږمۍ د ليدلو ګواهي شوې ده او میاشت لیدل شوې ده چې له مخې به يې سبا د روژې مبارکه مياشت پيل شي. د افغانستان اسلام امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټولو هیوادوالو ته د روژې په مبارکه میاشت پیل کیدلو مبارکي ورکړې ده.
د سترې محکمې د اعلان په اساس،
سبا شنبه د رمضان المبارک د میاشتې لومړۍ ورځ او په ټول هیواد کې روژه ده.
په دې مناسبت ټولو ته مبارکي وایو.به اساس اعلام ستره محکمه،
فردا شنبه اول ماه مبارک رمضان می باشد که در تمام کشور روزه است.
به همین مناسبت به تمام هموطنان خود تبریکی میگوییم.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) April 1, 2022