د ترویکا غونډې ګډونوالو هېوادونو د افغانستان اقتصادي ودې ته چمتووالی ښودلی 

0
194

د ترویکا غونډې ګډونوالو هېوادونو د افغانستان اقتصادي ودې ته چمتووالی ښودلی 

سرچینه وايي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په یاده غونډه کې ویلي، چې وروسته له ۴۳ کلونو په افغانستان کې مرکزي حکومت او سراسري امنیت تامین شوی او د دوام لپاره یې د نورو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا ده.

 

(2022 / 4 / 1   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ترویکا غونډې ګډون کوونکي هېوادونه چین، پاکستان، امریکا او روسیه وايي، د افغانستان منزوي کېدل د هیچا په ګټه نه دي او چمتو دي چې د افغانستان د اقتصادي او ثبات لپاره کار وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي، چې چین ته د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ تللي پلاوي پرون د ترویکا پلس په ناسته کې ګډون وکړ. هغه زیاته کړې، د ترویکا پلس هېوادونو برخوالو هېوادونو ویلي، چې د افغانستان منزوي کېدل د هیچا په ګټه نه دي او پر افغانستان د بندیزونو او فشارونو واردولو پر ځای دې له دغه هېواده ملاتړ وشي.

سرچینه وايي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په یاده غونډه کې ویلي، چې وروسته له ۴۳ کلونو په افغانستان کې مرکزي حکومت او سراسري امنیت تامین شوی او د دوام لپاره یې د نورو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا ده.

دلاور ویلي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په ضد نه استعمالیږي او نه به چا ته اجازه ورکړل شي، چې د افغانستان له خاورې د سیمې او نړۍ ثبات ته صدمه ورسوي.

Leave a reply