د پاکستان سیاسي صورت حال، شاهد خان آفریدي یو مهم پیغام خپور کړې

0
84

باغی ټي وي رپورټ
په پاکستان کې سیاسي کړکېچ په داسې حال کې راپورته شوی دې چې متحده اپوزیشن د لومړي وزیر له څوکۍ د عمران خان د لرې کولو لپاره هر ډول هڅې پیل کړي دي او د لومړي وزیر په ضد ی د ناباورۍ تحریک هم جمع کړي چې د اتوار په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه کې به د عمران خان په ضد د راې اچوونې لپاره حکومتي او د اپوزیشن غړي راغونډ شي.

په همدې حال کې د پاکستان د قامي کرکټ پخواني کپتان او وتلې د کرکټ لوبغاړې شاهد افریدي د هیواد روان وضعیت ته په کتو په خپل ټویټر پانړه یو اپیل کړی دی.

شاهد افریدي په خپل ټوېټ کې ویلي، د پاکستان له جوړېدو ۷۴ کاله تېر شول. مهرباني وکړئ یو منتخب حکومت ته اجازه ورکړئ چې خپل آیني موده پوره کړي ځکه چې هر منتخب حکومت حق لري چې خپل آییني موده پوره کړي.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان په ۷۴ کلنه سياسي دور کې تر اوسه هيڅ يو لومړی وزير په دې نه دی توانېدلی چې خپله پنځه کلنه دوره پوره کړي او اوس چې د اپوزیشن ګوندونو شمېر پوره شوی دی، نو داسې ښکاري چې عمران خان به هم ونه توانېږي چې خپله دوره بشپړه کړي.

ياده دي وي چي تيره ورځ د متحده اپوزيشن پارليماني پارټو غونډه شوي وه چي پکښي اپوزيشن دعوه کړي وه چي د قامي اسمبلۍ 173 غړي موجود وو په داسي حال کښي چي د تحريک کاميابۍ لپاره د 172 غړو ملاتړ ضروري دې۔

Leave a reply