د پاکستان په داخلي چارو کې لاس وهنه د منلو وړ نه ده: امریکا ته د پاکستان ځواب

0
160

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان د امریکا د ګواښونکي لیک پر ضد احتجاج کړی او د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې د امریکا د ماموریت سرپرست مرستیال را غوښتنې دې.
دسرچينو ترمخه پاکستان خارجه دفتر کې دامريکا دخارجه دفتر سرپرست را اوغوشتل او په کورنيو چارو کې يې دلاسوهنې په ضد امریکا ته احتجاج کړى اؤ هغه ته يې احتجاجي خط هم سپارلى دى.
دسرچينو له مخې دبهرنيو چارو وزارت په ليک کې دامريکا لخوا په استعمال شوې ژبه سخت احتجاج کړى اؤ امريکائي ډيپلوماټ ته يې وئيلي چې دپاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه دمنلو وړ نۀ ده.
د خارجه دفتر سرچينې وائي چې امريکائي ډيپلوماټ د قامي سلامتيا کميټۍ د غونډې په رڼا کې راغوښتل شوى دى.د یادولو ده، چې تېره ورځ د ملي امنیت کمېټې د یوه بهرني چارواکي له خوا کارول شوې ژبه غیر سفارتي بللې وه.
د جیو رپورټ مطابق د قامي سلامتيا کمېټۍ د غونډې د اعلان مطابق د قامي سلامتيا کمېټۍ ٣٧مه غونډه د وزيراعظم په مشرۍ کې وشوه چې پکې د دفاع، انرژۍ، اطلاعاتو، داخله، ماليې، بشري حقونو، منصوبه بندۍ او پراختيا وفاقي وزيرانو ګډون وکړو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي امنيت کمېټې د بهرني ډيپلومات له خوا په استعمال شوې ژبه خواشيني څرګنده کړې او د بهرنيو چارو وزارت دغه څرګندونې د پاکستان په کورنيو چارو کې د ښکاره لاسوهنې په معنا دي، د پاکستان په کورنيو چارو کې هر ډول لاسوهنه د زغم وړ نه ده او په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه مونږ ته قبوله نه ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماتیکو اخلاقو په نظر کې نیولو سره د بهرنیو چارواکو له خوا کارول شوې ژبه غیر سفارتي ده.

Leave a reply