وزیراعظم منحرف غړیو ته مهم پیغام ورکړې دې

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چي د اتوار په ورځ د عدم اعتماد د تحريک په ورځ به وګورو چي څوک د خپل ضمير سودا او پریکړه کوي.
ولس ته په خپله وینا کې وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې هیله لري چې په سندهه هاؤس کې موجود زمونږ خلک د خپل ضمیر مطابق فیصله وکړي که نه نو ولس به تاسو معاف نه کړي، وزیراعظم وایی چې د ضمیر خرڅوونکي به کله هم نه هیریږي او دا خلق به راتلونکي نسلونه هم معاف نه کړي.
وزيراعظم خپلو منحرف غړو ته وويل چې تاسو باندې د تل لپاره مهر لګول کیږي او مونږ ګورو چې څوک د خپل ضمير مطابق پريکړه کوي، هغه اوویل چې که چا د خپل ضمیر مطابق پرېکړه کول نو باید لومړې څخه ی استعفا ورکړې واى.
وزیراعظم اوویل چې هرڅوک پوهیږي چې دا خلق د خپلو ضمیرونو سودا کوي.
هغه وویل زه به غلی پاتې نه شم، حکومت مې په میراث یا پرچه کې نه دی رسیدلې، زه دلته د مبارزې له لارې راغلی یم او مقابله به کوم.






