ټانک کې د پاکستان فوځ په پوسته ترهګریز برید شوې
باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا به ټانک کښي د پاک فوځ په کمپاؤنډ باندي د ترهه ګرۍ په بريد کښي شپږ اهلکار شهيدان شوي او جوابي کاروائي کښي دري ترهګر مړه شوي دي۔
د آئي ايس پي آر ترمخه فوځي کمپاؤنډ ته د ترهګرو د ننوتو کوشش ناکامه کړے شوے دے او ترهګر به نښه شی او وژل شوي دي.
ددې څخه وړاندې د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د عملياتو په ترڅ کې څلور ترهګر وژلي او په نښته کې د قوم دوه زامن،امنیتي اهلکار هم شهيدان شوي دي.
د آئي ايس پي آر له مخې ترهګرو د دجنوبي وزيرستان ضلعې په مکين سيمه كښې په امنيتي ځواكونو بريد وكړو۔د راولپنډۍ 25 کلن کپتان سعد بن عامر او د ټانک اوسېدونکی 37 کلن لانس نائیک ریاض د ملک لپاره خپل ژوند قربان کړی دی او شهیدان شوي دي.