د عمران خان د قتل سازش روان دې: فیصل واوډا

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وفاقي وزير او د پي ټي آئي مشر فيصل واوډا وئيلي دي چي د وزيراعظم عمران خان ژوند ته خطر راپیښه شوې ده۔
د تفصيلاتو ترمخه يو شخصي ټي وي چينل سره په مرکه کې فيصل واوډا وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د وژلو سازش جوړ شوی دې او هغه ته د مرګ ګواښونه هم ورکړل شوي دي .
ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان د وژلو منصوبه موجوده وه او څو څو ځل ورته ویل شوي دي چې په جلسو کې د بلټ پروف شيشې ولګوي.
فیصل واوډا وايي چې لومړي وزیر ویلي دي چې کله ی د مرګ نیټه مقرره وی ،هغه به لاړ شي.
د خپرونې له اینکر پوښتنه وکړه چې ایا په خط کې قتل لیکل شوی؟ په دې اړه فیصل واوډا وویل چې د قتل مسله له پوسټ سره تړلې ده او د خط صرف یوه لیک او مراسله نه ده.






