نواز شریف او جهانګیر ترین په ټیلیفو خبرې کړي دي

باغي ټي وي رپورټ
مسلم ليګ ن او جهانګير ترين ډلې په مرکز او پنجاب کې د سيټونو په سمون موافقه کړې ده.
د ميډيا رپورټونو ترمخه د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف او د جهانګير ترين ترمينځه ټيلي فوني خبرې شوي دي، جهانګير ترين ډاډ ورکړے دے چې ترين ګروپ به د اپوزيشن ملاتړ کوي۔
نواز شريف اسحاق ډار ته دنده سپارلې چې له جهانګير ترين سره پر سياسي مسايلو وويني او په دې لړ کې د جهانګير ترين د ډلې او مسلم ليګ ن د مشرانو تر منځ ډېر زر په پاکستان کې د ملاقات امکان شته چې پکې به د سياسي اتحاد په اړه اعلان وشي.
تر دې وړاندې د علیم خان ډلې هم د پنجاب وزیراعلې لپاره مسلم لیګ ق ته د رایې ورکولو اجازه نه وه ورکړې. د عليم خان ګروپ وياند ميا خالد محمود ويلي دي چې عمران خان لخوا به چې پرويزالهي ته کوم نومونه اخستل کیدل نو مونږ د هغه نومونه نه شو تکرارولې.






