د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د چین غونډع کې ګډون کوي 

0
97

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د چین غونډع کې ګډون کوي 

د دې غونډې ترڅنګ به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا استازي هم په بله دوه ورځنۍ غونډه کې چې د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي په کوربه‌ توب نن پیلېږي، ګډون وکړي. دې غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم وربلل شوی دی.

(2022 / 3 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ به په چین کې د افغانستان په اړه د ترویکاپلس په نوم غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه نن د افغانستان لپاره د چین، روسیې، امریکا او پاکستان د ځانګړو استازو ترمنځ جوړېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، متحد ایالاتونه باور لري چې د دې غونډې ګډونوال ټول په يوه خوله غواړي چې طالبان ورته عملاً وښیي چې د ټولشموله حکومت د جوړولو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان د اقتصاد د رغولو په برخو کې پر خپلو ژمنو عمل کوي.

Leave a reply