د قوش تيپې کانال رغنيزې چارې پيل شوې

د قوش تيپې کانال رغنيزې چارې پيل شوې
د قوش تيپې کانال ټولټال ۲۸۵ کيلومتره اوږدالی، ۱۰۰ متره پلنوالی او اته نيم متره ژوروالی لري چې له بلخ ولايت څخه پيل او د فارياب اندخوی ولسوالۍ ته رسيږي. ياد کانال به د ۵۵۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفيت ولري.
(2022 / 3 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا.ا د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې وويل چې د ياد کانال بشپړول د ا.ا مهم لومړيتوب دی.
هغه وويل چې حکومت د افغانستان د پر ځان بسياينې لپاره د لويو پروژو د پلي کولو اراده لري چې د قوش تيپې کانال له هغو يوه ده. د کانال د رغنيزو چارو د پرانيستې مراسمو ته د ا.ا ګڼ شمېر مشران ورغلي وو.
د سوداګرۍ وزير وويل چې د قوش تيپې کانال تر بشپړيدو وروسته به افغانستان د غنمو په برخه کې د مصرفي پر ځای پر صادراتي هيواد بدل شي.
د قوش تيپې کانال رغنيز کارونه د ملي پراختيا شرکت پر مخ وړي. د ياد شرکت اجرايوي مشر عبدالرحمان عطاش وويل چې د کانال په افتتاح کيدو سره به په هيواد کې ۲۵۰ زرو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.