وانګ یو: د اړمنو افغانانو لاسنیوی کوو

0
174

وانګ یو: د اړمنو افغانانو لاسنیوی کوو

هغه ټینګار کړی دی چې هېواد یې په اوسني خراب اقتصادي وضعیت کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او له اړمنو افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو مخکې او وروسته چین له افغانستان سره پام وړ مرستې کړې دي او د لا ډېرو مرستو ډاډ یې ورکړی دی.

(2022 / 3 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

چین د روژې میاشتې تر را رسېدو وړاندې پر اړمنو افغانانو د مرستې ۴۰۰ کڅوړې وېشلې دي.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي چې د روژې مبارکې میاشتې تر را رسېدو وړاندې یې په کابل کې پر اړمنو کورنیو څلور سوه بستې مرستې وېشلې دي.

د هغه په خبره، د مرستې په دې کڅوړو کې خوراکي توکي شامل دي.

Leave a reply