د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ا.ا.ا څخه غوښتي چې د نجونو ښوونځیو پۀ اړه خپله پرېکړه بدله کړي

قریشي دغه راز څرګنده کړې ده چې افغانستان کې روان اقتصادي او بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او دا هېواد تر بل هر وخت ډېر د نړیوالې ټولنې پاملرنې ته ډېره اړتیا لري. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې له ا.ا سره تعامل نه یوازې د سیمې بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دی.
(2022 / 3 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې په افغانستان کې د ا.ا له لوري د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو ټوله نړۍ اندېښمنه کړې ده.
هغه په چین کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې زیاته کړې ده چې دی هیله لري د ا.ا.ا پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي څو په دې تړاو د نړیوالو اندېښنې رفع شي.