د سعودي پر مشرۍ ایتلاف یمن کې عملیات درولي

0
144

د سعودي پر مشرۍ ایتلاف یمن کې عملیات درولي

د ایتلاف مرکزي قومندانۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یاد خبر د پخلي ترڅنګ ویلي چې په یمن کې یې خپل عملیات د خبرو اترو د بریالیتوب په موخه درولي دي او د عملیاتو په درولو سره دوی هڅه کوي چې په یمن کې د سولې د مذاکراتو لپاره مناسب چاپیریال برابر کړي.

 

(2022 / 3 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

المیادین خبري شبکې راپور ورکړی دی چې د سعودي په مشرۍ عربي ایتلاف په یمن کې خپل عملیات درولي دي.

راپور کاږي چې سعودي د نن سهار له شپږو بجو وروسته په یمن کې خپل عملیات درولي دي.

د ایتلاف مرکزي قومندانۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یاد خبر د پخلي ترڅنګ ویلي چې په یمن کې یې خپل عملیات د خبرو اترو د بریالیتوب په موخه درولي دي او د عملیاتو په درولو سره دوی هڅه کوي چې په یمن کې د سولې د مذاکراتو لپاره مناسب چاپیریال برابر کړي.

اړوند موضوعات: 

یمن کې تر سختو جګړو وروسته امریکا د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده 

د یادونې ده چې په پلازمېنه ریاض کې د یمني لورو ترمنځ د سولې خبرې د مارچ میاشتې په ۲۹مه پیل شوې دي او د اپریل میاشتې تر اوومې به دوام ومومي.

Leave a reply